کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بیروت کې د صهیونیسټی رژیم د توغندیز حملي

13 میزان 1403 ساعت 12:32

تیره شپه صهیونیسټي جنایتکار رژیم یو ځل بیا د بیروت په جنوب کښې له لسو نه زیات راکټونه وویشتل. صهیونیسټي سرچینو ویلي دي چې د دغو سترو بریدونو هدف د سید حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی هاشم صفی الدین و.


آوا: رویټرز خبری آژانس د امنیتی سرچینو په حواله خبر ورکړی، چی د دحیه بمباری د سید حسن نصرالله د شهادت له چاودنی څخه ډیره شدیده وه.
 
د حزب الله رسمي خبري اژانس اعلان کړی، چې لومړني معلومات ښيي، چې د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې په وروستیو بریدونو کې د «الماریه» سیمه په نښه شوې ده.
حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې اشغالګر اسرائیلي پوځ ۱۱ ځله په داحیه بمباري کړې ده.
 
د اسرائیلو ۱۴ چینل هم اعلان کړی چې د شهید سید حسن نصرالله احتمالی ځای ناستی هاشم صفی الدین نن شپه د بیروت په ښارګوټو د صهیونیسټی جنایتکار رژیم د حملې هدف و .
خو Axios د صهیونیسټي سرچینو په حواله ویلي دي: د نن شپې د عملیاتو نتیجه څرګنده نه ده. سید هاشم صفی الدین د ځمکې لاندې په یوه ژور ځای کې و.
 
د الجزیرې خبریال خبر ورکړی دی: د بیروت په جنوبي ښارګوټي باندې د اسرائیلي جنګیالیو برید د څو ودانیو د بشپړ ویجاړیدو سبب شو.


د مطلب کود: 297954

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297954/په-بیروت-کې-د-صهیونیسټی-رژیم-توغندیز-حملي

آوا
  https://www.avapress.net