افغان غږ خبری آژانس: د دغه ولایت په رباط سنګی ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين شاوخوا درې بجې د رباط سنګي ولسوالۍ په دواب کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې يو لوکسل موټر له سړکه چپه شوى او چپه شوى دى.
د پېښې لامل ډېر سرعت ښودل شوی دی.
د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې یو پک اپ باروړونکی موټر پرون له غرمې وروسته د اشکمش ولسوالۍ د کوتل کفتر خانې پر سړک چپه شوی او په دره کې لوېدلی دی.
د تخار د امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مدير مل پاسوال حميدالله قريشي وويل، چې په دې پېښه کې د اتو نارينه، درېيو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ټپيان د سختو ټپونو له امله د کندوز د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې هر کال په ترافیکي پېښو کې سلګونه کسان وژل کېږي او سلګونه نور ټپیان کېږي.
ډېری دغه پېښې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی دی.