افغان غږ خبری آژانس: د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نول باروت له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره په منځني ختیځ کې د کړکیچ د کمولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو د همغږي کولو په اړه خبرې کړې دي.
د فرانسې ولسمشر هم اعلان وکړ چې ډېر ژر به د لبنان په ملاتړ یو کنفرانس جوړ کړي او د بهرنیو چارو له وزیره یې وغوښتل چې د کړکېچ د کمولو لپاره دې سیمې ته د ډیپلوماټیک اقدام لپاره سفر وکړي.
تر دې مخکې د فرانسې ولسمشرۍ په یوې اعلامیې کې د ایران د صادق 2 عملیات په کلکه غندلي وو او د جزئیاتو له ورکولو پرته یې اعلان کړی و چې نن یې په منځني ختیځ کې خپل پوځي تاسیسات د اسرائیلو د امنیت په برخه کې د خپلو ژمنو د څرګندولو په توګه فعال کړي دي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د میزان په لسمه د اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله او سردار عباس نیلفروشان د شهادت په ځواب کښې د نیواکګرو سیمو په زړه کښې په ۲۰۰ توغندیو وویشتل.