کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منځني ختیځ د وضعیت د بیا کتنې لپاره بیړنۍ غونډه وکړه

11 میزان 1403 ساعت 15:11

د ایران له خوا په نیول شویو سیمو کې د صادق 2 عملیاتو او د توغندیو له ویشتلو وروسته، د فرانسې په وړاندیز به نن (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه د منځني ختیځ د وضعیت د بیا کتنې لپاره جوړه شي.


آوا: د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نول باروت له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره په منځني ختیځ کې د کړکیچ د کمولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو د همغږي کولو په اړه خبرې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر هم اعلان وکړ چې ډېر ژر به د لبنان په ملاتړ یو کنفرانس جوړ کړي او د بهرنیو چارو له وزیره یې وغوښتل چې د کړکېچ د کمولو لپاره دې سیمې ته د ډیپلوماټیک اقدام لپاره سفر وکړي.

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشرۍ په یوې اعلامیې کې د ایران د صادق 2 عملیات په کلکه غندلي وو او د جزئیاتو له ورکولو پرته یې اعلان کړی و چې نن یې په منځني ختیځ کې خپل پوځي تاسیسات د اسرائیلو د امنیت په برخه کې د خپلو ژمنو د څرګندولو په توګه فعال کړي دي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د میزان په لسمه د اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله او سردار عباس نیلفروشان د شهادت په ځواب کښې د نیواکګرو سیمو په زړه کښې په ۲۰۰ توغندیو وویشتل.


د مطلب کود: 297841

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297841/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-منځني-ختیځ-وضعیت-بیا-کتنې-لپاره-بیړنۍ-غونډه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net