افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی محمد یونس جهادمل وایی چې د دغه ولایت په یمګان او راغستان ولسوالیو کې د طبیعی پیښو د قربانیانو لپاره د ۲۱۲ زره ډالرو په ارزښت ۱۱۴ سرپناه جوړ شوی دی.
ده ومنله چې د دغو موقتي سرپناهونو د جوړولو چارې د ویدان دفتر په همکارۍ ترسره شوي او کولای شي د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د ژوند د ښه والي په برخه کې مرسته وکړي.
هغه دا هم وايي چې د فيض اباد ښار په مربوطاتو کې د راغستان کارتې په نوم ٦٢ پټنځايونه جوړ شوي دي.
له بلې خوا د بدخشان د والي مرستیال قاري امین الله طیب وايي: د تیر کال او سږ کال طبیعي پیښو د دې ولایت د شلو ولسوالیو اوسیدونکي اغیزمن کړي او د اسلامي امارت حکومت ټولو ته پاملرنه کوي.
په همدې حال کې د دغو سرپناهونو د جوړولو مسوول سيد مسلم شاه پاچا وايي: د دغې پروژې مالي تمويل کوونکى AHF د ٢١٢ زره امريکايي ډالرو په لګښت د څلورو مياشتو په موده کې جوړ شوى دى. د 400 مترو په ساحه کې جوړ شوی.
همدارنګه د دغو سرپناهونو یو شمېر ګټه اخیستونکي وايي: د دغو سرپناهونو له ترلاسه کولو وړاندې موږ له ګڼو ستونزو او روحي او جسمي فشارونو سره مخ وو، خو د خدای شکر ادا کوو چې پر سرونو چت لرو.
د يادونې وړ ده، چې په يمګان ولسوالۍ کې د طبيعي پېښو زيانمنو ته ٥٢ سرپناه او په راغستان ولسوالۍ کې د طبيعي پېښو زيانمنو شويو ته ٦٢ سرپناه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.