افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د والي ویاند د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له خولې ویلي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان له فزیکي معیوبیت، د عضلاتو سخت درد، شدید اسهال او تبه سره مخ وو.
د پروان د والي وياند حکمت الله شميم وايي، په دغه ولايت کې تر ۵۰۰ ډېر کسان په نامعلومه ساري ناروغي اخته شوي دي.
د شمیم په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د کفشان دره له ۵۰۰ ډېر اوسېدونکي په یوه نامعلومه ساري ناروغۍ اخته شوي او شمېر یې مخ په ډېرېدو دی.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه شوي او د 50 نورو حالت نازک دی.
ښاغلي شمیم زیاته کړه، د پېښې ځای ته روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د نورو معایناتو او ارزونې په موخه له اخته کسانو څخه نمونې اخیستل شوي دي.