کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې تر ۵۰۰ زیات کسان په نامعلومه ناروغۍ اخته شوي دي

5 میزان 1403 ساعت 10:46

د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ د کلفشان دره کې تر ۵۰۰ ډېر اوسېدونکي په نامعلومه ساري ناروغۍ اخته شوي دي.


آوا - کابل: د پروان ولایت د والي ویاند د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له خولې ویلي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان له فزیکي معیوبیت، د عضلاتو سخت درد، شدید اسهال او تبه سره مخ وو.
 
د پروان د والي وياند حکمت الله شميم وايي، په دغه ولايت کې تر ۵۰۰ ډېر کسان په نامعلومه ساري ناروغي اخته شوي دي.
 
د شمیم ​​په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د کفشان دره له ۵۰۰ ډېر اوسېدونکي په یوه نامعلومه ساري ناروغۍ اخته شوي او شمېر یې مخ په ډېرېدو دی.
 
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه شوي او د 50 نورو حالت نازک دی.
 
ښاغلي شمیم ​​زیاته کړه، د پېښې ځای ته روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د نورو معایناتو او ارزونې په موخه له اخته کسانو څخه نمونې اخیستل شوي دي.


د مطلب کود: 297409

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297409/په-پروان-ولایت-کې-تر-۵۰۰-زیات-کسان-نامعلومه-ناروغۍ-اخته-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net