دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 297377
په فراه ولایت کې په تیرو شپږو میاشتو کې له ۱۱ زرو څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د فراه ولایت د اقتصاد ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۵۶ اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره څه باندې ۱۱ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د اقتصاد رئیس مولوی جمال الدین جلالی وایی چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بنسټونو له خوا د ۲۸ میلیونه ۳۰۸ زره ۲۶۲ ډالرو په ارزښت ۵۶ پروژې پلې شوی دی. چې ۲۹ پروژې بشپړې شوي او ۲۷ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

مولوي جلالي دغه راز وويل، په يادو ادارو کې ٣١٠٠ کسان ثبت او په کار ګومارل شوي او ٨٠٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د هغه په ​​وينا، په فراه ولايت کې د ٩ بهرنيو او ٣٤ کورنيو بنسټونو په ګډون ٤٣ بنسټونه ثبت شوي دي.
https://avapress.net/vdca00nu049noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته