کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې په تیرو شپږو میاشتو کې له ۱۱ زرو څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

4 میزان 1403 ساعت 15:10

د فراه ولایت د اقتصاد ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۵۶ اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره څه باندې ۱۱ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.


آوا - هرات: د فراه ولایت د اقتصاد رئیس مولوی جمال الدین جلالی وایی چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بنسټونو له خوا د ۲۸ میلیونه ۳۰۸ زره ۲۶۲ ډالرو په ارزښت ۵۶ پروژې پلې شوی دی. چې ۲۹ پروژې بشپړې شوي او ۲۷ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

مولوي جلالي دغه راز وويل، په يادو ادارو کې ٣١٠٠ کسان ثبت او په کار ګومارل شوي او ٨٠٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د هغه په ​​وينا، په فراه ولايت کې د ٩ بهرنيو او ٣٤ کورنيو بنسټونو په ګډون ٤٣ بنسټونه ثبت شوي دي.


د مطلب کود: 297377

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297377/په-فراه-ولایت-کې-تیرو-شپږو-میاشتو-له-۱۱-زرو-څخه-زیاتو-کسانو-ته-د-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.net