افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د کابل-غزنی لویه لار د دویم لین د لومړۍ برخې له جوړېدو څخه لیدنه وکړه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د کیفیت، سرعت او پر وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د فواید عامې وزارت وايي، د دغه ۴۹ کیلومتره سړک د جوړولو لګښت د مالیې له عوایدو ورکول کېږي، چې موخه یې د ترافیکي ستونزو کمول او خلکو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابرول دي.
په ورته وخت کې د کابل-غزني د لویې لارې یو شمېر مسافر د دغه سړک د جوړولو د بهیر له سستوالي شکایت کوي او وايي چې د سړکونو د خرابوالي له امله دوی اوس د پنځو ساعتونو سفر په ۱۲ ساعتونو کې کوي.