دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 297064
یو سني ځوان د ایران د کردستان ولایت والي وټاکل شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند "فاطمه مهاجراني" اعلان وکړ چې د دغه هیواد له سنیانو څخه "ارش زیرتان لیوني" د ایران د کردستان ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایرنا د راپور له مخې، آرش زریتان لیونی په ۱۳۵۴ کال کې د ایران د کرمانشاه ولایت په پاواه ولسوالۍ کې زیږیدلی، د کردستان د سرې میاشتې ټولنې د اجرایی رییس او د کردستان ولایت د مدیریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده. 
 
ویل شوي دي چې ښاغلی لیوني چې په نړیوال اقتصاد کې دوکتورا لري، د ایران د اسلامي شورا د یوولسمې دورې په انتخاباتو کښې د پایتخت، جاونرود، سالاس باباجاني او راوانصار د حوزو د استازی په توګه د ایران پارلمان ته انتخاب شو.
https://avapress.net/vdcd950xoyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته