کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو سني ځوان د ایران د کردستان ولایت والي وټاکل شو

29 سنبله 1403 ساعت 9:28

د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند "فاطمه مهاجراني" اعلان وکړ چې د دغه هیواد له سنیانو څخه "ارش زیرتان لیوني" د ایران د کردستان ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.


آوا - تهران: د ایرنا د راپور له مخې، آرش زریتان لیونی په ۱۳۵۴ کال کې د ایران د کرمانشاه ولایت په پاواه ولسوالۍ کې زیږیدلی، د کردستان د سرې میاشتې ټولنې د اجرایی رییس او د کردستان ولایت د مدیریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده. 
 
ویل شوي دي چې ښاغلی لیوني چې په نړیوال اقتصاد کې دوکتورا لري، د ایران د اسلامي شورا د یوولسمې دورې په انتخاباتو کښې د پایتخت، جاونرود، سالاس باباجاني او راوانصار د حوزو د استازی په توګه د ایران پارلمان ته انتخاب شو.


د مطلب کود: 297064

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297064/یو-سني-ځوان-د-ایران-کردستان-ولایت-والي-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.net