دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 296978
روغتیا وزارت: په هېواد کې د پولیو واکسین ځنډول حقیقت نه لري
په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین د ځنډیدو په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه ادعاوې رد کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ (سنبلې ۲۶مه) په ټولنیزو شبکو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د پولیو واکسین د کمپاین د ځنډېدو خبر حقیقت نه لری. 

زمان زياته کړه: "د عامې روغتيا وزارت د پوليو واکسين له خپلو ټولو قانوني او تخنيکي اصولو سره تطبیق کړى ده، څو اغېزمن وي."

تر دې مخکې ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د چارواکو له خولې ویلي وو چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پولیو کمپاین ځنډولی دی.

د دغه راپور له مخې، اسلامي امارت دغه پریکړه په سپټمبر میاشت کې د پولیو د واکسین د کمپاین له پیلیدو مخکې وکړه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۸ پېښې ثبت شوې دي.
https://avapress.net/vdcgu39x7ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته