دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 296828
په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت له خوا د یوه افغان څیړونکي ستاینه
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت هغه افغان پروفیسور ته چې د بایو ټیکنالوژۍ په برخه کې یې د خپلو څیړنو په پایله کې د سرو زرو مډال ګټلی دی ویاړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیزیا په مرکز کوالالمپور کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د صباح په پوهنتون کې د سرو زرو مډال ګټلی افغان پروفیسور وپیژندل. 

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د صباح مالیزیا پوهنتون د بایو ټیکنالوژۍ په څانګه کې افغان استاد ډاکټر محمد داوود شاه د یوې بریالۍ څېړنې په پایله کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. 

د یادولو وړ ده چې د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت رئیس نقیب الله احمدي د دغه سفارت له لوري ډاکټر محمد داوود شاه ته د ستاینلیک او ډالۍ په ورکولو ویاړي.
https://avapress.com/vdcauinua49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته