کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت له خوا د یوه افغان څیړونکي ستاینه

24 سنبله 1403 ساعت 14:18

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت هغه افغان پروفیسور ته چې د بایو ټیکنالوژۍ په برخه کې یې د خپلو څیړنو په پایله کې د سرو زرو مډال ګټلی دی ویاړي.


آوا - کابل: د مالیزیا په مرکز کوالالمپور کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د صباح په پوهنتون کې د سرو زرو مډال ګټلی افغان پروفیسور وپیژندل. 

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د صباح مالیزیا پوهنتون د بایو ټیکنالوژۍ په څانګه کې افغان استاد ډاکټر محمد داوود شاه د یوې بریالۍ څېړنې په پایله کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. 

د یادولو وړ ده چې د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت رئیس نقیب الله احمدي د دغه سفارت له لوري ډاکټر محمد داوود شاه ته د ستاینلیک او ډالۍ په ورکولو ویاړي.


د مطلب کود: 296828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296828/په-مالیزیا-کې-د-افغانستان-سفارت-له-خوا-یوه-افغان-څیړونکي-ستاینه

آوا
  https://www.avapress.com