افغان غږ خبری آژانس: د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، امنیتي ځواکونو د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو هېوادونو ته د ۱۱ تاریخي او هنري اثارو د قاچاق مخه ونیوله.
دغه اثار اوس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته سپارل شوي او تر پاکولو او ثبتولو وروسته به يې په موزيم کې نندارې ته کېښودل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د کلني راپور ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت چارواکو په یوه کال کې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د یو میلیون ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴ میلیونو ۸۳۰ زره سعودي ریالو او سل زره درهمونو د قاچاق مخه نیولې ده پدې وروستیو کې راپور شوی.