کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په هوايي ډګر کې د ۱۱ تاریخي او هنري اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

23 سنبله 1403 ساعت 11:27

د کندهار ولايت چارواکو د احمدشاه بابا په نړيوال هوايي ډګر کې د ١١ تاريخي او هنري اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.


آوا: د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، امنیتي ځواکونو د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو هېوادونو ته د ۱۱ تاریخي او هنري اثارو د قاچاق مخه ونیوله.
 
دغه اثار اوس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته سپارل شوي او تر پاکولو او ثبتولو وروسته به يې په موزيم کې نندارې ته کېښودل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د کلني راپور ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت چارواکو په یوه کال کې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د یو میلیون ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴ میلیونو ۸۳۰ زره سعودي ریالو او سل زره درهمونو د قاچاق مخه نیولې ده پدې وروستیو کې راپور شوی.


د مطلب کود: 296769

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296769/د-کندهار-په-هوايي-ډګر-کې-۱۱-تاریخي-او-هنري-اثارو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.net