دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 296724
د بامیان ښار دننه د "دوکانونو او تیلو ټانکونو" تخنیکي معاینه د غیر متوقع پیښو مخنیوي لپاره
د بامیان د امنیه قوماندانۍ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اور وژنې ریاست کارکوونکو په تخنیکي ډول د بامیانو په ښار کې ټول دوکانونه او د تېلو ټانکونه په نښه کړل، څو د ناڅرګندو پېښو مخه ونیول شي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي او عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د پلان په اړه ویلي، چې په ښار کې د تېلو د ټانکونو او هټیو د پلټنو له لارې د ناڅرګندو پېښو مخنیوی کوي. 
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بامیانو د امنیه قومندانۍ د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د دې قوماندانۍ د پېښو او اور وژنې ریاست په بامیانو ښار کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
 
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او اور وژنې رياست کارکوونکي په دغه ولايت کې د ناڅاپه اورلګېدنې د مخنيوي او د هېوادوالو د مالونو د ژغورنې په موخه تل چمتو دي.
https://avapress.com/vdcf0vd0jw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته