کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان ښار دننه د "دوکانونو او تیلو ټانکونو" تخنیکي معاینه د غیر متوقع پیښو مخنیوي لپاره

22 سنبله 1403 ساعت 10:07

د بامیان د امنیه قوماندانۍ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اور وژنې ریاست کارکوونکو په تخنیکي ډول د بامیانو په ښار کې ټول دوکانونه او د تېلو ټانکونه په نښه کړل، څو د ناڅرګندو پېښو مخه ونیول شي.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي او عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د پلان په اړه ویلي، چې په ښار کې د تېلو د ټانکونو او هټیو د پلټنو له لارې د ناڅرګندو پېښو مخنیوی کوي. 
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بامیانو د امنیه قومندانۍ د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د دې قوماندانۍ د پېښو او اور وژنې ریاست په بامیانو ښار کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
 
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او اور وژنې رياست کارکوونکي په دغه ولايت کې د ناڅاپه اورلګېدنې د مخنيوي او د هېوادوالو د مالونو د ژغورنې په موخه تل چمتو دي.


د مطلب کود: 296724

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296724/د-بامیان-ښار-دننه-دوکانونو-او-تیلو-ټانکونو-تخنیکي-معاینه-غیر-متوقع-پیښو-مخنیوي-لپاره

آوا
  https://www.avapress.com