افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني امنیتي چارواکي تاییدوي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي دي.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵ مه د غزني د مرکز اړوند د کوتل روضې په سیمه کې شوې ده.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې پرون له غرمې وروسته د کابل-کندهار پر لویه لار د کوتل روضې په سیمه کې د اسلامي امارت د عسکرو له رینجر موټر سره د کرولا ډوله موټر ټکر شوی دی. په پایله کې د اسلامي امارت د یوه عسکر په ګډون ۲ تنه ووژل شول.
روضه کوتل د کابل-کندهار پر لویه لار یوه له هغو ناامنه سیمو څخه ده، چې وخت نا وخت د خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وي.
په تازه پېښه کې د تېرې جمعې په ورځ هم په دغه کوتل کې د موټر د چپه کېدو له امله یو ځوان وژل شوی و.