کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې يوې ترافيکي پېښې دوه تنه ووژل

17 سنبله 1403 ساعت 9:20

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د کوتل روضې په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي دي.


آوا - کابل: د غزني امنیتي چارواکي تاییدوي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي دي.

دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵ مه د غزني د مرکز اړوند د کوتل روضې په سیمه کې شوې ده.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې پرون له غرمې وروسته د کابل-کندهار پر لویه لار د کوتل روضې په سیمه کې د اسلامي امارت د عسکرو له رینجر موټر سره د کرولا ډوله موټر ټکر شوی دی. په پایله کې د اسلامي امارت د یوه عسکر په ګډون ۲ تنه ووژل شول.

روضه کوتل د کابل-کندهار پر لویه لار یوه له هغو ناامنه سیمو څخه ده، چې وخت نا وخت د خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وي.

په تازه پېښه کې د تېرې جمعې په ورځ هم په دغه کوتل کې د موټر د چپه کېدو له امله یو ځوان وژل شوی و.


د مطلب کود: 296427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296427/په-غزني-کې-يوې-ترافيکي-پېښې-دوه-تنه-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com