افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن شنبه (د اسد ۲۰مه) د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست په اکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغه کارکوونکي په ۹ وزارتونو او ملکي ادارو پورې اړه لري.
د چارو ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي، چې چین ته لېږل شوي کارکوونکي به په کوم وخت کې په دغه هېواد کې روزل کېږي.
دا هم نه ده څرګنده چې د اسلامي امارت دغه کارکوونکي د کوم وزارت اړوند دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ۲۲ کارکوونکي د ۱۴ ورځني روزنیز کورس لپاره چین ته واستول شول.