کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولتي ادارو څه دپاسه څلويښت تنه کارکوونکي د روزنې لپاره چين ته ليږل شوي دي

20 اسد 1403 ساعت 17:11

د چارو عمومي ادارې د بېلا بېلو دولتي څانګو ۴۱ کارکوونکي د مسلکي زده کړو لپاره چين ته لېږلي دي.


آوا - کابل: نن شنبه (د اسد ۲۰مه) د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست په اکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغه کارکوونکي په ۹ وزارتونو او ملکي ادارو پورې اړه لري.
 
د چارو ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي، چې چین ته لېږل شوي کارکوونکي به په کوم وخت کې په دغه هېواد کې روزل کېږي.
 
دا هم نه ده څرګنده چې د اسلامي امارت دغه کارکوونکي د کوم وزارت اړوند دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ۲۲ کارکوونکي د ۱۴ ورځني روزنیز کورس لپاره چین ته واستول شول.


د مطلب کود: 295063

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/295063/د-دولتي-ادارو-څه-دپاسه-څلويښت-تنه-کارکوونکي-روزنې-لپاره-چين-ته-ليږل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net