دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 294826
د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا لپاره د افغان حکومت جدي هڅې
د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر وايي چې د کابينې په درېيمه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د آمو سیند د څنډو د پياوړتيا لپاره به پرېکنده اقدامات وشي.
افغان غږ خبری آژانس - د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په دریمه غونډه کې پریکړه وشوه د امو سیند د څنډو د پياوړتيا لپاره پرېکنده اقدامات او د پياوړتيا دنده يې د انرژۍ او اوبو وزارت ته وسپارل شوه.

پریکړه وشوه چې اسلامي امارت د امو بحیرې د څنډو د پیاوړتیا او د ویجاړیدو د مخنیوي په خاطر پرېکنده اقدامات وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د عوایدو د نه مالیې راپور تصويب شو او د افغان نساجۍ شرکت د ملکیتونو د استملاک د منظورۍ په اړه یوه کمېټه موظف شوه چې موضوع په تفصیل سره وڅېړي او وروستۍ نتیجې به د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د شته ستونزو د هواري په موخه وخت پر وخت د کابينې غونډې جوړېږي.
https://avapress.net/vdcgxt9x3ak9y74.1gra.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته