کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا لپاره د افغان حکومت جدي هڅې

16 اسد 1403 ساعت 9:33

د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر وايي چې د کابينې په درېيمه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د آمو سیند د څنډو د پياوړتيا لپاره به پرېکنده اقدامات وشي.


آوا - د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په دریمه غونډه کې پریکړه وشوه د امو سیند د څنډو د پياوړتيا لپاره پرېکنده اقدامات او د پياوړتيا دنده يې د انرژۍ او اوبو وزارت ته وسپارل شوه.

پریکړه وشوه چې اسلامي امارت د امو بحیرې د څنډو د پیاوړتیا او د ویجاړیدو د مخنیوي په خاطر پرېکنده اقدامات وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د عوایدو د نه مالیې راپور تصويب شو او د افغان نساجۍ شرکت د ملکیتونو د استملاک د منظورۍ په اړه یوه کمېټه موظف شوه چې موضوع په تفصیل سره وڅېړي او وروستۍ نتیجې به د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د شته ستونزو د هواري په موخه وخت پر وخت د کابينې غونډې جوړېږي.


د مطلب کود: 294826

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294826/د-آمو-سیند-څنډو-پیاوړتیا-لپاره-افغان-حکومت-جدي-هڅې

آوا
  https://www.avapress.net