افغان غږ خبری آژانس - کابل: باختر آژانس د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۵مه) خبر ورکړ چې اندریس نومی امریکایی سیلانی د میدان وردګ ولایت بامیان ته په لاره کې اسلام قبول کړ او محمود نوم ورته انتخاب شو.
دغه سیاح وايي، چې له ډېرې مودې یې د اسلام زده کړه کوله، خو د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یې د اسلامي امارت د عسکرو له ښه چلند وروسته اسلام قبول کړ.
د يادونې وړ ده، چې په ټول افغانستان کې د امنيت په ټينګښت سره د تېرو کلونو په پرتله د بهرنيو سيلانيانو شتون او تګ راتګ ډېر شوى دى.