کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې یو امریکايي سیلانی مسلمان شو

15 اسد 1403 ساعت 13:15

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یوه امریکايي سیلانی افغانستان ته د سفر پر مهال د اسلام سپیڅلي دین ومانه او مسلمان شو.


آوا - کابل: باختر آژانس د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۵مه) خبر ورکړ چې اندریس نومی امریکایی سیلانی د میدان وردګ ولایت بامیان ته په لاره کې اسلام قبول کړ او محمود نوم ورته انتخاب شو.

دغه سیاح وايي، چې له ډېرې مودې یې د اسلام زده کړه کوله، خو د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یې د اسلامي امارت د عسکرو له ښه چلند وروسته اسلام قبول کړ.

د يادونې وړ ده، چې په ټول افغانستان کې د امنيت په ټينګښت سره د تېرو کلونو په پرتله د بهرنيو سيلانيانو شتون او تګ راتګ ډېر شوى دى.


د مطلب کود: 294784

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294784/په-میدان-وردګ-کې-یو-امریکايي-سیلانی-مسلمان-شو

آوا
  https://www.avapress.net