افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه موضوع په ایکس پاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره اعلان کړه.
د هغه په وينا، دغې ډلې په منظم ډول د موټرانو په غلاوو کې لاس درلود، چې له دې ډلې يې ١١ تنه په کابل او پاتې نور يې په بغلان ولايت کې نيول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، له دغو غلو څخه یې ۱۸ موټر هم نیولي او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې د ځوانانو په منځ کې د بېکارۍ له پراخېدو سره په پلازمېنه کې وسله والې غلاوې او موټر غلاوې يو څه زياتې شوې دي.