دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 293436
د ۱۴۰۳ کال کانکور په ازموینه کې د ۱۰۰ زره څخه زیاتو نوماند شوې وو
د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چې په ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینو کې څه باندې سل زره کسانو ګډون کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازموینو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ۱۴۰۳ کال کانکور وروستۍ ازموینه پرون (جمعه د سرطان ۲۲مه) په کابل کې واخیستل شوه.

د ملي ازموينو د ادارې مشر عبدالباقي حقاني وويل، چې د سږني کال د کانکور وروستۍ پايلې به تر راتلونکو لسو ورځو پورې اعلان شي.

د حقاني په وينا، دا چې د نوماندانو شمېر ډېر و، نو په پنځو پړاوونو کې يې د کانکور ازموينه واخيسته او په پايله کې يې له سلو زرو ډېرو کانديدانو برخه اخيستې وه.

د ده په خبره، له دې ډلې به څه باندې ۷۵ زره د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.
https://avapress.com/vdcc11qie2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته