کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۴۰۳ کال کانکور په ازموینه کې د ۱۰۰ زره څخه زیاتو نوماند شوې وو

23 سرطان 1403 ساعت 10:05

د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چې په ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینو کې څه باندې سل زره کسانو ګډون کړی دی.


آوا - کابل: د ازموینو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ۱۴۰۳ کال کانکور وروستۍ ازموینه پرون (جمعه د سرطان ۲۲مه) په کابل کې واخیستل شوه.

د ملي ازموينو د ادارې مشر عبدالباقي حقاني وويل، چې د سږني کال د کانکور وروستۍ پايلې به تر راتلونکو لسو ورځو پورې اعلان شي.

د حقاني په وينا، دا چې د نوماندانو شمېر ډېر و، نو په پنځو پړاوونو کې يې د کانکور ازموينه واخيسته او په پايله کې يې له سلو زرو ډېرو کانديدانو برخه اخيستې وه.

د ده په خبره، له دې ډلې به څه باندې ۷۵ زره د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.


د مطلب کود: 293436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293436/د-۱۴۰۳-کال-کانکور-په-ازموینه-کې-۱۰۰-زره-څخه-زیاتو-نوماند-شوې-وو

آوا
  https://www.avapress.com