دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 293299
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست: د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنه او رغونه زموږ لومړیتوب دی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خيرخواه نن په خپل کار دفتر کې د آغاخان بنسټ د کلتوري برخې له مسوول انجنير اجمل ميوندي سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په پيل کې د افغانستان تاريخي ابدات د افغانانو د لرغوني تاريخ، مستند کلتور او ملي هويت استازي وبلل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بنسټونو ترمنځ يې د همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وکړ. 

ملا خیرخواه وویل، د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې او رغولو په موخه به له اړوندو بنسټونو سره مشورتي ناستې ترسره شي، څو د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په اړه بحث او نظرونه تبادله شي. "

په دې کتنه کې په افغانستان کې د آغاخان فرهنګي خدمتونو رييس انجنير اجمل ميوندي د دغه بنسټ د فعاليتونو په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغې موسسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې زياتې پروژې بشپړې کړې دي.
https://avapress.com/vdcjhte8huqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته