کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست: د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنه او رغونه زموږ لومړیتوب دی

20 سرطان 1403 ساعت 10:58

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خيرخواه نن په خپل کار دفتر کې د آغاخان بنسټ د کلتوري برخې له مسوول انجنير اجمل ميوندي سره وکتل.


آوا: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په پيل کې د افغانستان تاريخي ابدات د افغانانو د لرغوني تاريخ، مستند کلتور او ملي هويت استازي وبلل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بنسټونو ترمنځ يې د همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وکړ. 

ملا خیرخواه وویل، د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې او رغولو په موخه به له اړوندو بنسټونو سره مشورتي ناستې ترسره شي، څو د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په اړه بحث او نظرونه تبادله شي. "

په دې کتنه کې په افغانستان کې د آغاخان فرهنګي خدمتونو رييس انجنير اجمل ميوندي د دغه بنسټ د فعاليتونو په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغې موسسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې زياتې پروژې بشپړې کړې دي.


د مطلب کود: 293299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293299/د-اطلاعاتو-او-کلتور-وزارت-سرپرست-افغانستان-تاریخي-اثارو-ساتنه-رغونه-زموږ-لومړیتوب-دی

آوا
  https://www.avapress.com