دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 293128
د هیواد په ځینو برخو کې د وچکالۍ او قحطۍ خبرداری
د "قحطۍ وړاندوینې" یوې نړیوالې ادارې د راتلونکي سپټمبر تر میاشتې پورې د وروستیو سیلابونو له امله د هیواد په ځینو برخو کې د قحطۍ او وچکالۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې وروستي سیلابونه د وچکالۍ د دوام او د اوبو د کمښت نښه ده. 

د دغه راپور له مخې د افغانستان د شمال ختیځ، شمالي او جنوبي سیمو اوسېدونکي ښايي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې اټکل کړی چې د وچکالۍ اغیزې ښايي په ځینو سیمو کې د روان کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي.

د اقتصادي کمزورتیا او تېرو جګړو له امله د افغانانو د عاید کچه لا هم ټیټه ده او د هغو کسانو شمېر چې نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري د افغانستان د نفوس له نیمایي څخه زیات دي.
https://avapress.com/vdcauenua49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته