کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد په ځینو برخو کې د وچکالۍ او قحطۍ خبرداری

17 سرطان 1403 ساعت 11:52

د "قحطۍ وړاندوینې" یوې نړیوالې ادارې د راتلونکي سپټمبر تر میاشتې پورې د وروستیو سیلابونو له امله د هیواد په ځینو برخو کې د قحطۍ او وچکالۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې وروستي سیلابونه د وچکالۍ د دوام او د اوبو د کمښت نښه ده. 

د دغه راپور له مخې د افغانستان د شمال ختیځ، شمالي او جنوبي سیمو اوسېدونکي ښايي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې اټکل کړی چې د وچکالۍ اغیزې ښايي په ځینو سیمو کې د روان کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي.

د اقتصادي کمزورتیا او تېرو جګړو له امله د افغانانو د عاید کچه لا هم ټیټه ده او د هغو کسانو شمېر چې نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري د افغانستان د نفوس له نیمایي څخه زیات دي.


د مطلب کود: 293128

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293128/د-هیواد-په-ځینو-برخو-کې-وچکالۍ-او-قحطۍ-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com