دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 293109
د برتانیا نوي لومړي وزیر افریقايي هېواد روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد بهیر ودراوه
افغان غږ خبری آژانس: د انګلستان نوي لومړي وزیر کیر سټارمر د دغه هیواد د ملي انتخاباتو له ګټلو وروسته د افریقايي هیواد روانډا هیواد ته د غیر قانوني مهاجرو د ایستلو پلان لغوه کړ.

د دغه پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې په ناقانونه توګه برتانیا ته داخل شوي دي رونډا ته لېږدول کېږي. له همدې امله د افغان اتباعو په ګډون پناه غوښتونکي روانډا ته د اخراج سره مخامخ شول.

خو د دغه پلان لغوه کول د کارګر ګوند له ژمنو څخه یوه وه، چې د ټاکنو له ګټلو وروسته یې دغه ژمنه پوره کړه.

د ټاکنو په مناظره کې د بريتانيا د کارګر ګوند مشر کير سټارمر افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د راتګ احتمال رد کړ.
https://avapress.com/vdcjyte8huqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته