کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برتانیا نوي لومړي وزیر افریقايي هېواد روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد بهیر ودراوه

17 سرطان 1403 ساعت 9:24


آوا: د انګلستان نوي لومړي وزیر کیر سټارمر د دغه هیواد د ملي انتخاباتو له ګټلو وروسته د افریقايي هیواد روانډا هیواد ته د غیر قانوني مهاجرو د ایستلو پلان لغوه کړ.

د دغه پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې په ناقانونه توګه برتانیا ته داخل شوي دي رونډا ته لېږدول کېږي. له همدې امله د افغان اتباعو په ګډون پناه غوښتونکي روانډا ته د اخراج سره مخامخ شول.

خو د دغه پلان لغوه کول د کارګر ګوند له ژمنو څخه یوه وه، چې د ټاکنو له ګټلو وروسته یې دغه ژمنه پوره کړه.

د ټاکنو په مناظره کې د بريتانيا د کارګر ګوند مشر کير سټارمر افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د راتګ احتمال رد کړ.


د مطلب کود: 293109

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293109/د-برتانیا-نوي-لومړي-وزیر-افریقايي-هېواد-روانډا-ته-پناه-غوښتونکو-لېږد-بهیر-ودراوه

آوا
  https://www.avapress.com