افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وایی، هغه پروژې چې په تېر حکومت کې د بهرنیو بنسټونو له خوا تمویل کېدې اوس له کورنیو سرچینو تمویل او پلی کېږی.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، عبداللطیف منصور د قوش تپې کانال د جوړولو په ګډون په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان به د خپلو اوبو په کارولو سره هېڅ هېواد ته زیان ونه رسوي.
هغه همداراز ټینګار وکړ که کوم هیواد د افغانستان د اوبو د مدیریت او د قوش تپې کانال د جوړولو په برخه کې ستونزه ولري، کولای شي د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.
د انرژۍ او اوبو وزیر هغو هېوادونو ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د اوبو د کانالونو د جوړېدو په اړه اندېښمن دي، زیاته کړه چې د دغو کانالونو په جوړولو سره موږ نورو هېوادونو ته د زیان رسولو هڅه نه ده کړې او یوازې د خپلو خلکو لپاره به یې جوړوو.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په کابل کې د اوبو کمښت په پلازمینه کې د نفوس د زیاتوالي لامل بولي او وايي، چې د کابل ښاریانو ته د اوبو رسولو په موخه د شاه او عروس بند، د شاه توت بند او پر بندونو کار روان دی.