کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر:

د اوبو د مدیریت پروژې د کابل د اوسیدونکو لپاره د داخلي بودیجې څخه تمویل او پلي کیږي 

11 سرطان 1403 ساعت 8:53

د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې هڅو ته په اشارې سره وویل چې نیمګړې پروژې له کورنیو سرچینو تمویل او پلې شوې دي. 


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وایی، هغه پروژې چې په تېر حکومت کې د بهرنیو بنسټونو له خوا تمویل کېدې اوس له کورنیو سرچینو تمویل او پلی کېږی.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، عبداللطیف منصور د قوش تپې کانال د جوړولو په ګډون په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان به د خپلو اوبو په کارولو سره هېڅ هېواد ته زیان ونه رسوي.

هغه همداراز ټینګار وکړ که کوم هیواد د افغانستان د اوبو د مدیریت او د قوش تپې کانال د جوړولو په برخه کې ستونزه ولري، کولای شي د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.

د انرژۍ او اوبو وزیر هغو هېوادونو ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د اوبو د کانالونو د جوړېدو په اړه اندېښمن دي، زیاته کړه چې د دغو کانالونو په جوړولو سره موږ نورو هېوادونو ته د زیان رسولو هڅه نه ده کړې او یوازې د خپلو خلکو لپاره به یې جوړوو.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په کابل کې د اوبو کمښت په پلازمینه کې د نفوس د زیاتوالي لامل بولي او وايي، چې د کابل ښاریانو ته د اوبو رسولو په موخه د شاه او عروس بند، د شاه توت بند او پر بندونو کار روان دی. 


د مطلب کود: 292759

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292759/د-اوبو-مدیریت-پروژې-کابل-اوسیدونکو-لپاره-داخلي-بودیجې-څخه-تمویل-او-پلي-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com