دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 292546
پاکستان ۱.۵ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال باسې
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي، هېواد به یې ډېر ژر ۱.۵ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال له هېواده وباسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمی استازی له خپل هیواد څخه د یو میلیون ثبت شویو افغان کډوالو د ویستلو اعلان وکړ.

ده وويل: دا مهال په دغه هېواد کې يو نيم ميليون راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي او ډېر ژر به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج له پرېکړې سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د پاکستان دغه پرېکړه غندلې او هغه یې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف بللې ده.

سرپرست حکومت په وار وار د پاکستان پر دغې پرېکړې نیوکې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د پاکستان حکومت له يو نيم ميليون زيات افغان کډوال په زوره د ايستلو پرېکړه وکړه.
https://avapress.com/vdcdox0x9yt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته