کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ۱.۵ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال باسې

7 سرطان 1403 ساعت 9:35

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي، هېواد به یې ډېر ژر ۱.۵ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال له هېواده وباسي.


آوا - کابل: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمی استازی له خپل هیواد څخه د یو میلیون ثبت شویو افغان کډوالو د ویستلو اعلان وکړ.

ده وويل: دا مهال په دغه هېواد کې يو نيم ميليون راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي او ډېر ژر به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج له پرېکړې سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د پاکستان دغه پرېکړه غندلې او هغه یې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف بللې ده.

سرپرست حکومت په وار وار د پاکستان پر دغې پرېکړې نیوکې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د پاکستان حکومت له يو نيم ميليون زيات افغان کډوال په زوره د ايستلو پرېکړه وکړه.


د مطلب کود: 292546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292546/پاکستان-۱-۵-میلیونه-ثبت-شوي-افغان-کډوال-باسې

آوا
  https://www.avapress.com