افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پرون چهارشنبه (د سرطان ۶مه) د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د غوریان د اوسپنې کان د استخراج چاري به د ایران، ترکیې او انګلستان هېوادونو ته وسپارل شي
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د هرات د غوریان د اوسپنې په کان کې د دغو هیوادونو د پانګونې اندازه ۵،۵ میلیارده ډالره اعلان کړه او زیاته یې کړه چې د دغه کان د استخراج چارې د ۳۰ کلونو لپاره دغو هیوادونو ته سپارل شوي دي.
همایون افغان وویل، دغو هېوادونو په هرات کې د غوریان د اوسپنې د څلور بلاکونو د استخراج او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې کار کړی دی.
د ده په خبره، د دغه کان استخراج او نهايي پروسس به په افغانستان کې دننه ترسره شي، چې په ترڅ کې به يې هېوادوالو ته بې شمېره کاري فرصتونه برابر شي.
د کانونو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د دغه کان قرارداد د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي او په ځان بسیا کېدو کې مهم رول لوبوي.
د همایون افغان په وینا، د هرات ولایت د غوریان د اوسپنې کان شاوخوا زر کیلومتره مربع مساحت لري.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي چې اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې پانګوالو او د کانونو قراردادي شرکتونو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد نبي افغان نن (چهارشنبه، د سرطان ۶مه) د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د هېواد ډېری کانونه بې استفادي پاتې دي.
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې افغانستان د کانونو د استخراج لپاره مناسبې زیربناوې نه لري، زیاته کړه چې اسلامي امارت باید کانونه په مسلکي توګه استخراج کړي.
د اقتصادي چارو دغه کارپوه له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې له مختلفو شرکتونو سره د کانونو د قراردادونو د لاسلیک لپاره مناسب زمینه برابر کړي.
افغان په دې اړه وويل: "حکومت بايد ټول مسووليتونه د شرکتونو پر اوږو نه واچوي او نه يوازې د خپلو ګټو په اړه فکر وکړي، بلکې د شرکتونو د پانګونې لپاره بايد لا زيات شرايط برابر کړي."
نوموړي د کانونو او پټروليم وزارت له خوا د کانونو د استخراج په اړه د بېلابېلو پلانونو د جوړولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې ياد پلانونه بايد يوه مشخصه موده ولري.
د هغه د څرګندونو له مخې، په هېواد کې د کانونو د قراردادي شرکتونو پانګوال او چارواکي د کافي برېښنا او د کانونو د پروسس د لېږد لپاره د معیاري سړکونو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.
د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د روان لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې د کانونو د استخراج اته تړونونه لاسليک شوي، چې د پانګونې کچه يې ٤٠ ميليونه ډالرو ته رسېږي.
په دغو کانونو کې دوه لوی کانونه او شپږ واړه کانونه شامل دي چې قرارداد یې له کورنیو شرکتونو سره شوی دی.