دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 292540
د سرې میاشتې له خوا روغتون ته د ۵۰ تنو د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان معرفي شول
د هېواد د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې په هېواد کې د دغې ادارې له خوا هره میاشت د ۵۰ تنو د زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې اداره وايي چې هره میاشت د ۵۰ ماشومانو د زړه د ناروغۍ درملنه کوي.

د هېواد د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د زړه په ناروغۍ اخته ۵۰ ماشومان یې د درملنې لپاره د پلازمېنې ۶ روغتونونو ته لېږدولي دي.

ويل شوي چې د دغو ناروغانو د درملنې ټول لګښت د افغان سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې ادارې له خوا د زړه په ناروغيو اخته ماشومان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
https://avapress.com/vdchkiniv23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته