دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 292024
دوشنبه په افغانستان کې د لوي اختر لومړۍ ورځ ده
د اسلامي امارت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان د سترې محکمې د پخواني اعلان له مخې سبا یکشنبه (د جوزا ۲۷ مه) د عرفې ورځ ده او (دوشنبه د جوزا ۲۸ مه) د لوي اختر لومړۍ ورځ ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي چې اسلامي امارت دغه پریکړه د «شرعي حکم» پر اساس کړې ده.

تر دې مخکې د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی و چې یکشنبه د ثور ۲۷ مه د عرفې ورځ ده او دوشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

په همدې حال کې سعودي عربستان نن (شنبه د جوزا ۲۶ مه) د عرفې ورځ او سبا یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
https://avapress.com/vdceww8wejh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته