کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت ویاند:

دوشنبه په افغانستان کې د لوي اختر لومړۍ ورځ ده

26 جوزا 1403 ساعت 11:31

د اسلامي امارت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان د سترې محکمې د پخواني اعلان له مخې سبا یکشنبه (د جوزا ۲۷ مه) د عرفې ورځ ده او (دوشنبه د جوزا ۲۸ مه) د لوي اختر لومړۍ ورځ ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي چې اسلامي امارت دغه پریکړه د «شرعي حکم» پر اساس کړې ده.

تر دې مخکې د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی و چې یکشنبه د ثور ۲۷ مه د عرفې ورځ ده او دوشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

په همدې حال کې سعودي عربستان نن (شنبه د جوزا ۲۶ مه) د عرفې ورځ او سبا یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.


د مطلب کود: 292024

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292024/دوشنبه-په-افغانستان-کې-د-لوي-اختر-لومړۍ-ورځ-ده

آوا
  https://www.avapress.com