دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 292015
په سرپل کې د لوی اختر د ورځو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي
د سرپل ولایت امنیتي کمېټې په یوه خبرپاڼه کې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د غیر مسولو وسله والو کسانو پر ګرځېدو، د پلاستیکي ټوپکونو، د خوشالۍ ډزې او د موټر تیز چلولو بندیز اعلان کړ او له سرغړونکو سره یې قانوني چلند اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په داسې حال کې چې د لوی اختر ورځې په رانژدې کیدو دي، د سرپل ولایت د والي ویاند مولوي حبیب الله مسرور وایي: د سرپل ولایت د امنیتي کمیټې له خوا د لوى اختر په ورځو کې د خلکو د ارامۍ لپاره يوه بیانیه خپورکړي ده چې لازم الاجرا ده.

هغه وويل، د اختر په ورځو کې د غير مسولو وسله والو کسانو تګ راتګ منع دى او د هېوادوالو د لا ښه امنيت د تامين لپاره دغه موضوع اړينه ده.

مولوي مسرور زیاته کړه: "د هټیوالو له خوا د پلاستیکي ټوپکونو پلورل منع دي او د موندلو په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي."

نوموړي د اسلامي امارت د مجاهدینو څخه غوښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې د خوښیو له ډزو څخه ډډه وکړي.

ده وويل: ښاريان دې د موټر چلولو په وخت کې له احتياط څخه کار واخلي څو کومه ترافيکي پيښه رامنځته نه شي او د سرغړونې په صورت کې به د سرپل ولايت د ترافيکو مديريت له خوا به موټر ضبط شي.

د يادونې وړ ده، چې سرپل د هېواد په شمال کې يو له غرنيو ولايتونو او له طبيعي منظرو ډک دى چې دغه ولایت ته کورني او بهرني سیلانیان تګ راتګ کوي.
https://avapress.com/vdcezw8wnjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته