دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 292134
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې په منځګړتوب د سوریې او ترکیې د دواړو هېوادونو پلاوي د سوریې د حمیمیم په هوايي اډه کې د اړیکو د بیا رغولو او له سوریې څخه د ترکي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: ترکي ورځپاڼې د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د سوریې او ترکیې دوه پوځي پلاوي د روسیې په منځګړتوب د حمیمیم په هوايي اډه کې خبرې اترې کړي او تمه ده، چې راتلونکې غونډه به په بغداد کې جوړه شي. 
 
دغې ورځپاڼې د سوریې حکومت ته له نږدې سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې چې څه موده وړاندې ځنډېدلې وې، بېرته پیل شوې دي.
 
د ترکیې د «ایدینلیک» ورځپاڼې په مقاله کې راغلي: د دې میاشتې په ۱۱ مه د ترکیې د وسله والو ځواکونو او د سوریې د پوځ د پوځي چارواکو ترمنځ د لاذقیه په جنوب ختیځ کې د حمیمیم په هوايي اډه کې غونډه وشوه. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په دې کتنه کې د ادلب په وروستیو پیښو خبرې وشوې.
 
ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دا خبرې په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ترمنځ له کتنې یوه ورځ وروسته شوې.
 
دغې ورځپاڼې ليکلي: دا په سوريه کې د امنيتي مسايلو په اړه د خپل ډول لومړۍ غونډه وه او داسې ښکاري چې د سوريې او ترکيې تر منځ اړيکې نږدې شوې دي.
 
د ترکیې دغې خپرونې زیاته کړې چې د ترکیې او سوریې د پلاویو تر منځ راتلونکې دوره به د عراق په پلازمینه بغداد کښې جوړه شی.
 
باید وویل شي چې د ترکیې او سوریې اړیکې د عربي پسرلي له پیل او په سوریه کې د میشتو وسله والو ترهګرو ډلو د ترکیې د ملاتړ له امله له څه باندې یوې لسیزې راهیسې پرې شوې دي.
https://avapress.com/vdcgwx9xtak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته