افغان غږ خبری آژانس: رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستاني طالبانو د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی، چې پوځي عملیات ودروي.
اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې دغه اوربند د پاکستان د خلکو په غوښتنه اعلان شوی دی.
ټي ټي پي اعلان کړی چې د اوربند په موده کې به هیڅ برید نه کوي، خو د پاکستاني ځواکونو د هر برید ځواب به ورکوي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو مياشتو کې د پاکستان پر پوځي ځواکونو د ټي ټي پي بريدونو زور اخيستى دى.