کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ

29 جوزا 1403 ساعت 9:35

تحریک طالبان پاکستان په دغه هیواد کې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ.


آوا: رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستاني طالبانو د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی، چې پوځي عملیات ودروي.
 
اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې دغه اوربند د پاکستان د خلکو په غوښتنه اعلان شوی دی.
 
ټي ټي پي اعلان کړی چې د اوربند په موده کې به هیڅ برید نه کوي، خو د پاکستاني ځواکونو د هر برید ځواب به ورکوي.
 
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو مياشتو کې د پاکستان پر پوځي ځواکونو د ټي ټي پي بريدونو زور اخيستى دى.


د مطلب کود: 292142

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292142/پاکستاني-طالبانو-د-اختر-په-مناسبت-درې-ورځنی-اوربند-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com