افغان غږ خبری آژانس: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د یکشنبې په شپه په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې د یمن پوځ د سرې بحیرې په سیمه کې د یوې امریکایی بیړۍ او دوو بیړیو پر ضد عملیات کړی دی.
یحیی سعدی په خپله وینا کښې ټینګار وکړ په سور سمندر کښې یوه امریکایی بیړۍ د یمن د بالسټیک توغندیو له حملې سره مخ شوه .
هغه دغه راز په سور سمندر کښې د (کیپټین پاریس) په نوم یوې بېړۍ باندې د یمنی ځواکونو د توغندوی حملې خبر ورکړ.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند هم اعلان وکړ چې دریم هدف د مبارک کنډور په نوم یوه کښتۍ وه چې د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوه.
یحیی سعدی زیاته کړه په دواړو بېړیو د صهیونیسټی رژیم له ملګرتیا څخه د هغو شرکتونو د انکار له امله حملې وشوې چې د هغوی مالک دی .