کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یمن پوځ د دغه هیواد په اوبو کښې د دریو نویو سمندری عملیاتو اعلان وکړ

28 جوزا 1403 ساعت 13:48

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه بیانیه کښې د دغه هیواد د پوځ لخوا د درې نویو حملو اعلان وکړ چې پکښې په سور سمندرګی او د عدن په خلیج کښې د امریکې په یوې بیړۍ او دوو نورو بیړیو باندې حمله شامله ده.


آوا: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د یکشنبې په شپه په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې د یمن پوځ د سرې بحیرې په سیمه کې د یوې امریکایی بیړۍ او دوو بیړیو پر ضد عملیات کړی دی.
 
یحیی سعدی په خپله وینا کښې ټینګار وکړ په سور سمندر کښې یوه امریکایی بیړۍ د یمن د بالسټیک توغندیو له حملې سره مخ شوه .
 
هغه دغه راز په سور سمندر کښې د (کیپټین پاریس) په نوم یوې بېړۍ باندې د یمنی ځواکونو د توغندوی حملې خبر ورکړ.
 
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند هم اعلان وکړ چې دریم هدف د مبارک کنډور په نوم یوه کښتۍ وه چې د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوه.
 
یحیی سعدی زیاته کړه په دواړو بېړیو د صهیونیسټی رژیم له ملګرتیا څخه د هغو شرکتونو د انکار له امله حملې وشوې چې د هغوی مالک دی .


د مطلب کود: 292132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292132/د-یمن-پوځ-دغه-هیواد-په-اوبو-کښې-دریو-نویو-سمندری-عملیاتو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com